ایران په سعودي کې د امریکا سفارت په نښه کړی، امریکا او اسراییل بیا تهران ویشتی دی

د ایران پلازمېنه تهران کې د مارچ پر دویمه د شویو بریدونو عکس.

د سعودي عرب دفاع وزارت ویلي چې په پلازمېنه ریاض کې د امریکا پر سفارتخانه د ډرون برید شوی دی خو ډېر لږ زیان یې رسولی دی.

رویټرز ي خبري اژانس د سعودي عرب د دفاع وزارت د چارواکو له خولې لیکلي چې د مارچ پر درېمه شپې مهال د امریکا پر سفارت د شوي ډرون برید له امله اور لګېدلی خو ډېر لږ زیان یې رسولی دی.

په عین وخت کې امریکايي سفارتخانې هم د دې برید پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې د مارچ پر درېمه به سفارت بند وي.


د ایران له خوا تر اوسه په ریاض کې د امریکا پر سفارتخانه د برید په تړاو څه نه دي ویل شوي.

له دې وړاندې د مارچ پر دویمه په کویت کې هم د امریکا پر سفارتخانې برید شوی وو خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات پکې مخې ته نه دې راغلي.

بلخوا اژانس فرانس پرېس لیکلي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر دریېمه ویلي چې دوی ځېنو عادي کارکوونکو او د هغوی کورنیو ته له بحرین او اردن څخه د وتلو امر کړی دی.

وزارت زیاته کړې چې له دې یو ورځ وړاندې یې په عراق کې هم خپلو کارکوونکو ته د وتلو ویلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او اسراییلو پر ایران بریدونو ته دوام ورکړی دی او د مارچ پر درېمه هم په تهران کې د چاودونو غږونه اورېدل شوي دي.

په عین وخت کې ایران هم په سیمه کې د امریکا او اسراییل پر هدفونو بریدونه زیات کړي دي.

ایران د فبرورۍ له ۲۸مې نېټې راهیسې سلګونه توغندي او بې‌ پیلوټه الوتکې توغولي دي چې د امریکا پوځي اډې او همدارنګه په سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، کوېت، بحرین او قطر کې مهم د انرژۍ او سوداګریزو مرکزونه په نښه کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د امريکا ولسمشر وايي عمليات پيچلي دي خو ايران یې ځپلی

ایران چې تر اوسه د منځني ختیځ په کونو هیوادونو کې هدفونه په نښه کړي هغوی ټول د امریکا متحدین دي.

د ایران د ملي امنیت شورا مشر علي لاریجاني تر دې وړاندې د سیمو هیوادونو ته په خبرداري ډوله بیان کې ویلي وو چې دوی له چا سره دوښمني نه لري خو د ده په وینا، هر هغه هیواد به په نښه کوي چې له خاورې یې پر ایران بریدونه کېږي.

امریکا او اسراییل د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران پراخ بریدونه پیل کړل او د ایران حکومت د مارچ پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د هیواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي او یو شمېر نور مشران په دې بریدونو کې وژل شوي دي.

ایران نه یوازې په هیواد کې د ۴۰ ورځو ماتم اعلان کړی بلکې هوډ یې ښودلی چې له امریکا او اسراییل څخه به د دې وژنو غچ اخلي.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ یو شمېر هیوادونو پر ټولو غاړو غږ کړی چې جګړه ودروي او خبرو اترو ته کښېني.

که څه هم د امریکا ولسمشر ډ‌ونلډ ټرمپ په یو مرکه کې ویلي وو چې د ایران نوی مشرتابه خبرې اترې غواړي او ده هم ورسره منلې ده خو د ایران د ملي امنیت شورا مشر علي لاریجاني بیا ویلي چې دوی له امریکا سره خبرې نه کوي.