په مردان کې وسلوالو یو پولیس وژلی دی

د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې پر پولیسو په پرلپسې توګه بریدونه کېږي. (انځور: ارشیف)

د خیبرپښتونخوا په مردان کې نامعلومه وسلوالو یو پولیس په ډزو وژلی دی.

پولیس چارواکو رسنیو ته په یو بیان کې ویلي چې وژل شوی پولیس د مارچ پر دویمه د مردان له چاټو څلور لارې سره نیږدې د جومات مخې ته په ډیوټۍ وو چې پرې ډزې وشوې.

پولیسو ویلي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې. په خیبرپښتونخوا کې وړاندې هم دا ډول پېښې شوي دي.

د فبرورۍ پر ۲۵مه په باجوړ، خیبر او بنو کې وسلوالو په جلا جلا حملو کې اووه پولیس او یو ماشوم وژلی وو.