د پاکستان وفاقي حکومت د تيلو بیه لوړه کړې ده

حکومت د پیټرولو او ډیلزلو نرخونه زیات کړي دي.

د پاکستان وفاقي حکومت د فبرورۍ پر ۲۸مه په ملک کې د تیلو په بیو کې یو ځل بیا زیاتوالی اعلان کړی دی.

د خزانې وزارت لخوا جاري کړل شوي بیان کې ويل شوي چې د پیټرولو په نرخ کې د ليټر په سر ۸ روپۍ زیاتې کړل شوي دي او نوی قېمت یې ۲۶۶ روپۍ او ۱۸ پیسې دی.

په بیان کې راغلي چې د يو ليټر ډيزلو په نرخ کې د ۵ روپۍ او ۱۶ پیسو له زياتوالي سره اوس د یو لیټر ډیزلو بیه ۲۸۰ روپۍ او ۸۶ پیسې ټاکل شوې ده.

د تيلو او ګيس د څار ادارې اوګرا د فبرورۍ پر ۱۵مه په کور کې د بلولو د ګيس په نرخ کې د کلو په سر ۱۱ روپۍ زياتوالی راوستی وو. له دې سره د ۱۵ کلو سلنډر نرخ له ۴۲۰۰ روپیو اوښتی دی.

خو د روژې مياشتې له پیل سره د سلنډر په نرخ کې ۳۰۰ روپۍ زياتوالی راغلی دی او په خيبر پښتونخوا کې د ۱۵ کلو سلنډر نرخ ۴۵۰۰ روپیو ته رسېدلی دی.