د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: نن پاکستان او انګلستان يو بل ته مخامخېږي

د پاکستان کرکټ لوبغاړي د روان ۲۰ اووره جام سياليو پر مهال په کولمبو کې د مخالفې لوبډلې د توپ وهونکي تر سوځېدو وروسته خوشحالي کوي ـ د فبرورۍ ۱۰مې انځور

د ۲۰ اووره کرکټ د نړيوال جام د دويم يا اتو غوره لوبډلو په پړاو کې پاکستان له انګلستان (انګلينډ) سره سيالي لري.

ټاکل شوې ده چې د فبرورۍ پر ۲۴مه دا لوبه د سري لنکا د پاليکيلي په لوبغالي کې د پېښور پر وخت د ماښام پر شپږنیمې او د کابل پر شپږ بجې پیل شي.

تر دې دمه په دويم پړاو کې انګلينډ يوه لوبه کړې او سري لنکا ته په ماتې ورکولو سره يې دوې درجې تر لاسه کړې دي.

بلخوا د فبرورۍ پر ۲۱مه د پاکستان او نيو زيلينډ تر مينځ لوبه د باران له امله لغوه شوه او دواړو لوبډلو يوه، يوه درجه تر لاسه کړې ده.

تر دې وړاندې، د فبرورۍ پر ۲۳مه ويسټ انډيز زمبابوې ته په ۱۰۷ منډو ماتې ورکړه.

اخوا د فبرورۍ پر ۲۵مه د سري لنکا او نيو زيلينډ تر مينځ سيالي ټاکل شوې ده.

دا د دویم پړاو یا اتو غوره لوبډلو ترمنځ روانې لوبې دي. دویم پړاو ته وتلې اته غوره لوبډلې په دوو ډلو وېشل شوې دي.

په لومړي ګروپ کې هند، جنوبي افریقا، ویسټ انډیز او زمبابوې شامل دي.
په دویم ګروپ کې انګلستان، نیو زيلينډ، پاکستان او سري لنکا شامل دي.

هره لوبډله به درې لوبې کوي او له دواړو ګروپونو به د سر دوې لوبډلې نیمو پای لوبو یا سیمي فاینل ته وځي.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر اوومه په هند او سريلنکا کې د پیل شوي ۲۰ اووره نړیوال جام د پايلوبه د مارچ پر اتمه وشي.