په کیمپ کې د تیرا کډوال په څه حال کې دي؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د روژې، ژمي او د چارواکو د متضادو بیانونه په دوران کې د تیرا نېږدې ۱۹،۰۰۰ کډوال د باړې په کیمپ کې مېشت شوي دي. دوی وايي، يو وخت نه د وفاق، نه د صوبې او نه د پوځ چارواکو د دوی د بېکوره کولو د فیصلې ذمه واري اخیسته او هر يو ويل چې تیروالو ته چا ته د کډو کولو نه دي ويلي. خو اوس چې په کیمپونو کې ځای پر ځای کړل شوي، د پيسو او نورو مرستو په ترلاسه کولو کې ستونزې لري. په دې اړه بشیر ګواښ دا ویډیويي راپور جوړ کړی دی.