د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف اې او) خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان په لوېدیزو او جنوبي سیمو کې درانه ورښتونه او د موسم خلاف تودوخه ښايي د سېلابونو خطر زیات کړي.
دغه سازمان د فبرورۍ پر ۱۷مه تازه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د روانې فبرورۍ له ۱۶ مې تر ۲۲ مې پورې دا خطر موجود دی.
اېف اې او وايي چې په لوېديزو او جنوبي ولایتونو کې د ورښتونو کچ له عادي حد څخه زیات اټکل شوی دی خو زیاته کړې يې ده چې شمالي او مرکزي سیمې ښايي د اوسط پرتله وچې پاتې شي.
دغه سازمان ویلي دي په ټول افغانستان کې به د موسم خلاف تودوخه له عادې کچې يو څخه تر اته سېنټي ګرېډه لوړه وي خو په جنوبي ولایتونو به د تودوخې درجه تر ۲۰ سېنټي ګرېډه لوړه شي.
په راپور کې دا راز ویل شوي دي چې په ځینو سیمو کې د واورې چټک ویلي کېدل ښايي د واورې زېرمې کمې او د کروندو د دوام لپاره د خاورې رطوبت هم راکم کړي، چې دا عمل د کرنیزو تولیداتو په اړه اندېښنې زیاتوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې په ورستیو کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د ۲۰۲۵ز کال په ډېسېمبر کې په یو راپور کې ویلي وو چې افغانستان به په ۲۰۲۶ز کال کې د نړۍ له سترو بشري ناورینونو څخه يو وي.
په راپور کې راغلي وو چې کلونو جګړې، کمزوری اقتصاد، په بنسټیزو خدمتونو کې د پانګونې کموالی او د وګړو د حقونو پرله پسې محدودیت په دغه هیواد کې د ډېرو خلکو د مقابلې توان سخت کمزوری کړی دی.