نيوزيلینډ په ۲۰ اووره کرکټ نړيوال جام کې کاناډا ته په ماتې ورکولو سره بل پړاو ته ورسېد.
د فبرروۍ پر ۱۷مه، کاناډا د هند په چنای کې شوې دې سیالۍ کې لومړی بيټينګ وکړ او د څلورو لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۱۷۳ منډې جوړې کړې. نيوزيلینډ دا هدف د دوو وېکټو په زیان په شپاړسم اوور کې پوره کړ.
د فبرورۍ پر ۱۷مه دوه نورې لوبې هم ترسره کېږي، ایرلینډ د زېمبابوې او او سکاټلینډ له نېپال سره لوبه لري.
د نیوزيلينډ تر بریا وروسته، افغانستان له دې سياليو بهر شو. د افغانستان يوه سیالي لا پاتې ده چې نتيجه به یې د اتو غوره لوبډلو پړاو ته په ورتګ اغیز ونلري. د افغانستان په ګروپ کې نيوزيلینډ او جنوبي افریقه هغه پړاو ته رسېدلې دي.
پر هغوی سربیره، هند، سریلنکا، وېسټ انډيز او انګلینډ د اتو غوره لوبډلو پړاو ته رسېدلي دي. پاکستان د لومړي پړاو څلورمه او وروستۍ لوبه له نمیبیا سره لري او که یې وګټله نو مخکې پړاو ته به ورشي.
د کرکټ نړیوال جام لوبې د فبرورۍ پر اوومه په هند او سريلنکا کې پیل شوی او پای لوبه به یې د مارچ پر اتمه ترسره کېږي.
په دې نړیوال کپ کې د نړۍ د ۲۰ هیوادونو لوبډلې شریکې دي چې په څلور ګروپونو کې وېشل شوې دي.