په خوست کې د هغې دښمنۍ روغه شوې چې ۷ تنه پکې وژل شوي وو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان په خوست کې د فبرورۍ پر ۱۵مه د څلورو کورنیو تر منځ د داسې دښمنۍ روغه شوې چې له دواړو غاړو پکې اووه تنه وژل شوي وو. د دې کورنیو غړو وویل چې د دښمنۍ له کبله یې د ماشومانو د زده کړو او کاروبار په ګډون د ژوند ټولې برخې زیانمنې شوې دي. قبایلي مشرانو په خپلو ویناوو کې وویل چې رسنیو د داسې روغو جوړو په ښه پوښښ سره نور خلک هم سولې کولو ته هڅوي