۱۰۵ نور افغان کډوال د سیند له زندانونو افغانستان ته لېږل شوي

اکثر دا افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور د پاکستاني پولیسو له خوا بندیان شوي وو. (انځور: ارشیف)

په کراچۍ کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ وايي، څه باندې ۱۰۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشي شوي او افغانستان ته استول شوي دي.

یادې کونسلګرۍ ویلي چې ۱۰۵ افغانان چې پکې لس ماشومان هم شامل وو د چمن سپین بولدک له لارې د فېبرورۍ پر ۱۶مه افغانستان ته لېږدول شوي دي.
کونسلګرۍ وايي چې دې کډوالو شاوخوا یوه میاشت هلته په بند کې تېر کړې وه.

تر دې مخکې هم د روانې اوونۍ په پیل کې لږ تر لږه ۲۰۹ افغان بندیان د کراچۍ له زندانونو خوشې شوي وو.

اکثر دا افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور د پاکستاني پولیسو له خوا بندیان شوي وو.

تر دې مخکې ګڼو افغان کډوالو چې د پاکستان په زندانونو کې پاتې شوي او د بشري حقونو فعالانو هلته د زندانونو له ناسم وضعیت شکایت کړی.