د پېښور پوهنتون استادانو هړتال کړی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پیښور پوهنتون استادانو د فبرورۍ له نهمی د زدکړو او نورو چارو احتجاجی بايکاټ کړی دی. دوی وايي، پوهنتون ورته پر وخت تنخا نه ورکوي او نه ورته په نوکریو کې ترقي ورکوي. زدکونکي وايي صوبايي حکومت دې دا مسله هواره کړي چې زده کړې یې متاثره نه شي.