مولانا فضل الرحمن: عجیبه ده چې له افغانستانه يو انار نه شي راتللی خو ترهګر راځي

مولانا فضل الرحمان د فبرورۍ پر اتمه په راولپينډۍ کې یوې جلسې ته په وینا کې د پاکستان پر بهرنۍ تګلاره نیوکې کړې دي. (انځور: ارشیف)

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن د پاکستان پر امنيتي تګلارو او بهرنۍ پالیسي د نيوکو په کولو سره ادعا کړې چې د مسلم ليګ (ن) حکومت بې واکه دی او فیصلې پوځ کوي.

مولانا فضل الرحمان د فبرورۍ پر اتمه په راولپينډۍ کې یوې جلسې ته په وینا کې وويل چې د پاکستان د خرابې بهرنۍ پالیسۍ له وجې ګاونډي هېوادونه خفه دي.

د نوموړي په وينا حکومت دعوه کوي چې ترهګر له افغانستانه ورځي نو که داسې وي نو پوځيان یې په سرحدي سيمو کې مخه ولې نه نيسي؟

هغه وویل، هر وګړی دا پوښتنه کول غواړي چې له ظاهر شاه تر طالبانو، په افغانستان کې بېلا بېل حکومتونه راغلل خو يو هم له پاکستان سره نه شي تللی. دا ولې؟"

ده زیاته، "زموږ د خرابو پالیسيو له وجې ايران او چين هم له موږ ناراضه دي او افغانستان هم. پر نورو تر تنقيد مخکې مو دا سوچ کړی چې په ۷۸ کلونو کې د پاکستان افغان پالیسي ولې ناکامه ده؟"

مولانا فضل الرحمان د پاکستان له حکومت او امنیتي ادارو د پوښتنې په توګه زیاته کړه، "وايي له افغانستانه ترهګر راځي نو چې راځي، مخه یې ولې نه نيسي؟ يوه عجيبه خبره دا ده چې له افغانستانه دلته يو انار نه شي راتللی خو ترهګر راځي؟"

مولانا فضل الرحمن وويل چې په پاکستان کې يو پوځي مشر له وسلوالو سره د مذاکراتو خبره کوي او بل پوځي مشر د جنګ. د هغه په وينا د دې متضادې پاليسۍ له وجې بې امني دومره ډېره ده چې د حکومت واک اختيار ختم شوی دی.

د پاکستان وفاقي حکومت او پوځ د مولانا فضل الرحمن د تورونو په اړه تازه څه نه دي ويلي. خو په تېرو وختونو کې یې دا دعوې تکرار کړي چې د ترهګرۍ پر ضد يې په زرګونو هدفي عمليات روان ساتلي او د امن لپاره یې په زرګونو سرتېرو قرباني ورکړې ده.

د پاکستان وفاقي حکومت او پوځ تور پورې کوي چې په ملک کې یې ناامني د هغو وسلوالو د حملو نتيجه ده چې د دوی په وینا له افغانستانه د ترهګرۍ پلانونه جوړوي.

په کابل کې د طالبانو حکومت دا ردوي او وايي چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي او پاکستاني وسلوال په قبايلي سیمو او بلوچستان کې مېشته دي.