اوکراین وايي روسیې د دوی د انرژۍ پر مرکزونو ستر برید کړی دی

د اوکراینۍ پلازمېنې کییف زیاتره ودانۍ په شوارزو کې ډېره کمه برېښنا لري.

د اوکراین چارواکي وايي، روسیې ځواکونو د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو یو ستر برید کړی چې له امله یې په ټول هېواد کې برېښنا پرې شوې ده.

فرانس پرېس او رويټرز اژانسونو د فبرورۍ پر اوومه دا خبره د اوکراین د دولتي برېښنا شرکت د چارواکو له خولې کړې ده.

په خبر کې راغلي، سره له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نږدې څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا په منځګړیتوب خبرې روانې دي، روسیه په دې وروستیو ورځو کې پر اوکراین یرغل ته دوام ورکړی.

اوکرایني چارواکي مسکو تورنوي چې په قصدي ډول د انرژۍ تاسیسات په نښه کوي، چې له امله یې سلګونه زره خلک د سختې یخنۍ په حال کې له رڼا او تودوخې بې ‌برخې شوي دي.

د روسیې له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

د اوکراین د برېښنا ملي شرکت - اوکرېنرګو - ویلي چې"روسیه د اوکراین د برېښنا پر شبکې یو بل ستر برید ترسره کوي."

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل د فبرورۍ پر ۲۴مه څلور کاله پوره کېږي.