خیبر پښتونخوا کې تر ۲۱ کلونو د کم عمره لوبغاړو بېلابېلې سیالۍ روانې دي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په خیبر پښتونخوا کې تر ۲۱ کلونو د کم عمر لرونکو لوبغاړو ترمینځ سیالۍ روانې دي. دا سیالۍ چې د خیبر پښتونخوا د سپورټي چارو ادارې تنظیم کړې دي، د فبرورۍ پر څلورمه پیل شوې چې پکې تر ۵،۰۰۰ زیات نارینه او ښځینه لوبغاړي برخه اخلي او د صوبې په بېلابېلو ښارونو کې کېږي. د سیالیو ګډونوالو نجونو له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې حکومت دې ورته په سپورټ کې زیاتې موقعې ورکړي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.