پاکستان وايي له قازقستان سره یې د ستراتیژیکې همکارۍ د بنیاد اېښودلو په موخه ۳۷ تفاهم لیکونه او معاهدې لاس لیک کړي دي چې د استانې او اسلام اباد ترمینځ به د همکارۍ نوې دریڅې پرانیزي.
دا پرمختګ اسلام اباد ته د قازقستان د ولسمشر قاسم ژومارت توکايېف په مشرۍ د یو لوړ پوړي پلاوي د سفر پر مهال شوی دی. پاکستاني چارواکو د فېبرورۍ په درېیمه ویلي ول چې د قازقستان ولسمشر به د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري او د وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د لیدو ترڅنګ د پاکستان او قازقستان تجارتي فورم ته وینا هم کوي.
د پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف دفتر د فېبرورۍ پر څلورمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې نوموړي د قازقستان د ولسمشر قاسم ژومارت توکايېف په مشرۍ ورغلي پلاوي سره ۳۷ تفاهم لیکونه او معاهدې لاسليک کړي دي. په خبرپاڼه کې راغلې چې دواړو هېوادونو ژمنه کړې چې دوه اړخيز تجارت به په راتلونکو دوو کلونو کې يو ارب ډالر ته رسوي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په هغو معاهدو کې د انرژۍ، تعليم، تجارت او کلتور په لړ کې د کارونو په کولو سلا شوې ده. په خبرپاڼه کې د قازقستان د ولسمشر توکايېف له خولې ويل شوي چې غواړي نه یوازې له پاکستان سره، بلکې په سیمه ييزه کچه یې اقتصادي راکړه ورکړه زیاته شي.