بريتانيې پر ۱۰ ایرانيو چارواکو او یوې امنيتي ادارې بندیزونه لګولي دي

په لندن کې د ايران پر سفارت د ايران او بريتانيې بيرغونه ځوړند دي ـ انځور له ارشيفه

بريتانيې پر ۱۰ ایرانيو چارواکو او یوې امنيتي ادارې د بندیزونو لګولو اعلان کړی دی.

د فبرورۍ پر دويمه د بريتانوي حکومت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ويل شوي دي چې دغه بندیزونه له "بشري حقوقو څخه د جدي سرغړونو" لکه د بیان د ازادۍ او د سوله يیزو لاریونونو د ځپلو او په ځینو مواردو کې د ژوند له حق څخه د محرومولو له کبله د ایران پر یو شمیر چارواکو او د امنیتي ځواکونو پر قوماندانۍ ولګول شول.

د ايران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني او پانګوال او سوداګر بابک زنجاني د دغو بندیزونو په نوملړ کې شامل دي.

اعلامیه زیاتوي چې په دغو اقداماتو کې د پانګو کنګل او دودیز بندیزونه شامل دي.

لندن مخکې خبرداری ورکړی وو چې که له بشري حقونو څخه سرغړونې دوام وکړي نو پر ایران به خپلو بندیزونو ته زور ورکړي.