خوست کې د پولیو کیمپېن پر مهال شاوخوا ۳۵۰،۰۰۰ ماشومان واکسینېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د فبرورۍ له دویمې څخه د خوست په ګډون د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د ګوزڼ واکسیني کیمپېن روان دی. د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د طالبانو د حکومت روغتیايي او نورو چارواکو په خوست کې څلور ورځنی کیمپېن پرانیست. په کیمپېن کې د خوست شاوخوا ۳۵۰،۰۰۰ ماشومان واکسینېږي. د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي شاوخوا ۷.۳ مېلیونه ماشومان واکسینوي. د خوست روغتیايي چارواکو او دیني عالمانو پر روغتیايي کارکوونکو ټینګار وکړ چې د کیمپېن پر مهال دې له پاکستانه ورستنو شویو کورنیو ته ځانګړی پام وکړي. ویډيويي رپورټ.