د خیبر پښتونخوا د کواټ او کرک ضلعو پر پوله د قيديانو پر وړونکي موټر د نامعلومه وسلوالو په بريد کې دوه تنه وژل شوي او يو سرتېری ژوبل شوی دی.
د کرک ضلعې د پوليسو وياند شوکت علي رسنيو ته په استولي يو پېغام کې ويلي چې دا پېښه د جنورۍ پر ۳۱مه د لاچۍ تاڼې په حدودو کې هغه مهال را مخې ته شوې چې پولیسو دوه ملزمان له عدالته د کرک جېل ته وړل.
دوی وايي، په ډزو کې د کرک ضلعې د سرکي لواغر اوسيدونکي دوه ملزمان نظران الله او زوهېب وژل شوي دي.
بل خوا د کواټ پوليسو وياند نعمان زېب په يو پېغام کې رسنيو ته ويلي چې پېښه د کواټ نه بلکې د کرک ضلعې د داود شاه بانډې د تاڼې په حدودو کې شوې ده.
د پوليسو يو چارواکي چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه لرله د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وویل چې دواړه وژل شوي کسان په ۲۰۲۴م کال د اګست په مياشت کې د تخت نصرتي تاڼې اېس اېچ او طارق محمود په وژلو تورن ول او قضيه يې په يو ځايي عدالت کې روانه وه.