د کوټې په ګډون د بلوچستان په يوشمېر بلوڅ مېشتو برخو کې د وسلوالو په بريدونو کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د کوټې سېول روغتون وياند وسیم بېګ مشال راډيو ته وويل چې د جنورۍ پر ۳۱مه د اته اېف سي سرتيرو او شپږو وسلوالو مړي او ۱۱ ژوبل پوليس وروړل شوي دي.
نوموړی وايي حکومت د کوټې په ټولو روغتونونو کې بيړنی حالت اعلان کړی دی.
فرانس پریس خبري اژانس خبر ورکړی دی چې بلوچستان لیبرېشن ارمي یا بي ایل اې د دې بریدونو ذمه واري منلې ده.
په سيمه کې د مشال راډيو خبریال وايي چې وسلوالو د کوټې په هزار ګنجۍ ، د مشرقي باي پاس پر خالد شهيد پوليس سټېشن، سرياب روډ او امداد چوک کې پر سليم میډیکل کمپلکس، بنکونو او نورو سرکاري ودانيو بريدونه کړي دي.
د مشال راډيو خبريال وايي چې وسلوالو د بلوچستان په نوشکي دالبندين، ډاډر، قلات، مستونګ او پسني په ګډون نورو سيمو کې هم پر امنيتي سرتيرو حملې کړي دي.
البته نوموړی وايي چې د کوټې په ګډون ټول بلوچستان کې د جنورۍ پر ۳۱مه انټرنېټ او موبايل سروس بند کړل شوی دی، لارې تړل شوې دي او ځای پر ځای اېف سي سرتيري هم ولاړ دي چې له امله يې د مرګژوبلې کره شمېره نه معلوميږي.
د پاکستان دولتي ټلویژن پر خپله ایکس پاڼه د امنيتي سرچينو له خولې لیکلي چې د وسلوالو په بریدونو کې ۱۰ امنیتي عسکر او ۱۱ عام وګړي وژل شوي دي.
په یاد بیان کې دا دعوه هم شوې ده چې د امنیتي سرتېرو په ځوابي کارروايي کې ۶۷ وسلوال وژل شوي دي.
تر دې وړاندې د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند د جنورۍ پر ۳۱مه پر اېکس پاڼه خپاره کړي بيان کې ادعا کړې ده چې په تیرو دوو ورځو کې په بلوچستان کې څه باندې ۷۰ وسلوال وژل شوي دي.
نوموړی وايي چې د بلوچستان په مختلفو برخو کې يې دا عمليات د وسلوالو لخوا تر بريدونو وروسته کړي دي. نوموړی ادعا کوي چې د وسلوالو بريدونه يې ناکامه کړي دي.
تر دې وړاندې د پاکستان پوځ د جنورۍ پر ۳۰مه دعوه کړې وه چې د بلوچستان په هرنايي او پنجګور ضلعو کې یې د عملیاتو پر مهال ۴۱ مشکوک وسلوال وژلي دي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په یو بیان کې ويلي وو چې دا عملیات یې د جنورۍ پر ۲۹ د استخباراتي معلوماتو پر اساس کړي او د دوی په وینا، وژل شویو وسلوالو د هند په نيابتي ډلو "فتنة الخوارج" او "فتنة الهندوستان" پورې تړاو درلود.
د پاکستان پوځ زياتره وخت د "فتنة الخوارج" اصطلاح د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ته او د "فتنة الهندوستان" اصطلاح بيا بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلوالو ته کاروي.
تراوسه ټي ټي پي يا بلوڅ بېلتون غوښتونکو په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی او نه هم خپلواکو سرچينو د پوځ د دعوې تصديق کړی دی. اخوا هند هم په پاکستان کې د وسلوالو ډلو د ملاتړ په وار وار ترديد کړی دی.
د بلوچستان نېشنل ګوند مشر او پخواني اعلا وزیر سردار اختر مېنګل پر ایکس پاڼه لیکلي چې په صوبه کې حالت د خورا اندېښنې وړ دی.
نوموړي لیکلي چې ده په خپل ټول ژوند کې د بلوچستان حالات "تر دې حده خراب نه دي لیدلي" لکه اوس چې څه روان دي.
سردار اختر مېنګل د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هغې خبرې چې " په بلوچستان کې د وسلوالو مخې نیولو لپاره یو ایس ایچ او بس دی"، په اشاره لیکلي چې د کورنیو چارو وزیر اوس ویلای شي چې هغه ایس ایچ او چېرې دی؟