جګړه زما کور ته راغله" د مشال راډیو د اوکراینۍ څانګې د خبریال اپارتمان په نخښه شوی"
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د جنورۍ پر ۲۸مه روسیې د اوکراین په پلازمېنه کییف کې پر یو اپارتمان د ډرون برید وکړ چې پکې د مشال راډیو د اوکراینۍ څانګې خبریال ماریان کوشنېر هم اوسېده. کوشنېر وايي چې هغه د رڼا پړک او د کړکیانو درزا واورېده. پولیس وايي چې تر حملې وروسته کوشنېر منډه کړه او د یوه ګاونډي ماشوم یې د اور لمبو څخه وژغوره. د ماشوم مور او د هغې ملګری په اور کې وسوځېدل او مړه شول. ماریان کوشنېر دغه پېښې بیانوي چې عبدالحی کاکړ یې پښتو بڼه وړاندې کوي.