د اوکراین، روسیې او امریکا چارواکي راتلونکې اوونۍ بیا مذاکرات کوي

د سپینې ماڼۍ استازي سټیف وېټکوف ویلي چې د جنوری پر ۲۳مه او ۲۴مه شوي مذاکرات "ډېر تعمیري" ول.

ټاکل شوې چې د اوکراین، روسیې او امریکا چارواکي په ابوظبۍ کې د سولې تر دوه ورځنیو "تعمیري" خبرو اترو وروسته راتلونکې اونۍ بیا د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه کې مذاکراتو ته حاضر شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې او اوکراین ترمینځ د جګړې ختمېدو نخښې نه ښکاري.

د سپینې ماڼۍ استازي سټیف وېټکوف پر اېکس پاڼه لیکلي چې د جنوری پر ۲۳مه او ۲۴مه امریکا له اوکراینیو او روسیو چارواکو سره "ګډه درې اړخیزه غونډه همغږې کړه" چې کوربه یې متحده عربي امارات ول.

نوموړي ویلي، مذاکرات "ډېر تعمیري ول ټولې خواوې پلان لري چې راتلونکې اونۍ هم په ابوظبۍ کې خبرو ته دوام ورکړي."

وېټکوف زیاته کړې چې "ولسمشر ډانلډ ټرمپ او ټوله ډله یې د جګړې ختمولو او سولې ته ژمن دي."

بلخوا د کرېملین ویاند دېمېتري پېسکوف د روسیې اوږدمهاله غوښتنه تکرار کړې چې اوکرایني ځواکونه دې تر خپل واک لاندې د دونباس برخې پرېږدي. دونباس د اوکراین په ختیځ کې یوه پراخه سیمه ده چې شاوخوا ۹۰ فیصده برخه یې د روسیې په کنټرول کې ده.

بل لوري ته د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي، چې د جنوری پر ۲۲مه یې په سوېټزرلینډ کې له ولسمشر ټرمپ سره ولیدل، له اوږدې مودې راهیسې یې روسیې ته د هغې سیمې ورسپارلو وړاندیز رد کړی دی، خو پر هغه ورځ یې وویل چې د ابوظبۍ په خبرو کې به دونباس مسله هم شامله وي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين بشپړ یرغل وکړ. له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ځواکونو سختې جګړې کړي او د يو بل زرګونه سرتېري یې وژلي دي. روسیې د اوکراين ګڼې برخې نيولي دي.

په همدې حال کې د جګړې ختمولو لپاره د سولې خبرې هم روانې دي چې لا یې نتیجه نه ده ورکړې.