د لاهور په یو هوټل کې لګېدلي اور ۳ تنه وژلي او ۹ یې ټپي کړي دي

د ریسکیو ١١٢٢ ویاند وايي په دې پېښه کې د یوې ښځې په ګډون ۹ تنه زخمیان شوي هم دي.

د پنجاب په لاهور ښار کې په یو هوټل کې د اور لګېدو له امله درې تنه وژل شوي دي.

دا پېښه د جنورۍ پر ۲۴مه د ګلبرګ سیمې په اېنډیګو هوټل کې شوې ده.

د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو رسنیو ته ویلي چې اور د هوټل په تهخانه کې په هغه ځای کې لومړی بل شو چیرې چې د بوایلر لپاره د ګیس کارېدونکې سلنډرې وې.

د ریسکیو ١١٢٢ ویاند فاروق احمد مشال راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې د یوې ښځې په ګډون ۹ تنه زخمیان شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ژغورنې ادارې کارکوونکو له هوټله د مېلمنو او کاریګرو په ګډون ۲۷۵ کسان په خوندي ډول اېستلي دي.

له دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۷مه د کراچۍ په مرکزي تجارتي سیمه صدر کې په یوه پلازا کې اور لګیدلی وو چې پکې د ځايي چارواکو په وینا، شاوخوا ۷۱ کسان وژل شوي دي.