ملګرو ملتونو د ایران پر لور د امریکا د جنګي کښتيو د تګ پر وخت په دې هېواد کې د لاریونونو پرمهال د بې ساري مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د امریکا جنګي کښتۍ په داسې وخت کې د ایران په لور روانې دي چې د دوی په وینا، ایراني چارواکي د لاریونونو د ظالمانه ځپلو دفاع کوي.
ملګرو ملتونونو په ايران کې د ۱۹۷۹ کال له انقلابه وروسته دا تر ټولو خونړي ځپل بللي دي.
مشال راډیو په ایران کې د انټرنېټ بندېدو له وجې په خپلواکه توګه د ایراني حکومت او بشري حقونو ادارو ارقام نه شي تاییدولای.
د بشري حقونو امریکا مېشتي سازمان هرانا د احتجاجونو پر مهال له ۵،۰۰۲ څخه د زیاتو کسانو وژل کېدل تاييد کړي او وايي، نږدې ۱۰۰۰۰ قضیې ارزوي.
په ایران کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې، مايي ساتو، د جنوري په ۲۲مه وویل چې د ډاکټرانو د راپورونو له مخې، د تاوتریخوالي په پایله کې د وژل شویو عامو وګړو شمېر له ۲۰،۰۰۰ څخه هم زیات کیدای شي.
بلخوا د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۲مه له سوېس څخه د واشنګټن پر لور پر لاره په الوتکه کې خبريالانو ته وویل چې جنګي کښتۍ يې د ایران په لور روانې دي.
خو ولسمشر ټرمپ هیله څرګنده کړه چې هغه به یې کارولو ته اړ نه شي. د ده په وینا، ځکه چې هغه تهران ته د لاریون کونکو د وژلو یا د اټومي پروګرام د بیا پیلولو په وړاندې خبرداری ورکړی دی.