پاکستان کې فعالان د هوا ککړتیا مخنیوي په موخه هلې ځلې کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په تېرو کلونو کې په پاکستان کې د هوا ککړتیا یا الودګي سېوا شوې ده. د هغه هېواد ځینو اوسېدونکو دا مسله خورا جدي ګڼلې او غواړي د پوهاوي تر څنګ یې د هواري لپاره هم اقدامات وکړي. یوې فعالې په پاکه هوا کې د سا اخیستو حق لپاره عدالت ته درخواست ورکړی. نورو بیا په بېلابېلو ښارونو کې د هوا د کیفیت جاج اخیستو لپاره الې جوړې کړې دي او ټولنې یې پرانیستې دي چې د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره له حکومتي پالیسیو سره مرسته کوي. د اې اېف پي له ویډيو جوړ رپورټ.