عوامي نیشنل ګوند د باچا خان او ولي خان د تلین اونۍ لمانځي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

عوامي نیشنل ګوند د خدايي خدمتګار تحریک د بنسټګر او عدم تشدد د فکر سرلاري عبدالغفار خان، چې د باچا خان په نوم پېژندل کېږي، ۳۸م او د ملتپاله سیاستوال ولي خان ۲۰م تلین اونۍ لمانځي. ګوند د پېښور د باچا خان مرکز تر څنګ د خیبر پښتونخوا او پاکستان په مختلفو ځایونو کې لمانځغونډې ترتیب کړې دي. په دې لړ کې د جنورۍ پر ۲۰مه په پېښور کې د تلین لومړۍ لمانځغونډه وشوه چې ورته د کوټې تر څنګ له بېلابېلو ضلعو د عوامي نیشنل ګوند سیاستولان او پلویان ورغلي ول. ویډیويي رپورټ.