د هسپانيا په کاتالونیا سیمه کې د جنورۍ پر ۲۰مه د مساپر وړونکي اورګاډي په یوه بله پېښه کې یوکس وژل شوی او ۳۷ نور ژوبل شوي دي.
دا پېښه تر هغه دوې ورځې وروسته وشوه چې د جنورۍ پر ۱۸مه د دغه هېواد د قرطبې ولایت له ادموز ښار سره نېږدې له پټلۍ د یو چټک اورګاډي د اوښتو او له بل اورګاډي سره د ټکر په پېښه کې لږ تر لږه ۴۲ کسان وژل شوي ول.
د هسپانيا د سیمه ییزو بیړنیو خدماتو ادارې ویلي دي چې د جنورۍ ۱۸مې په پېښه کې وژل شوی کس د اورګاډي چلوونکی وو.
د ځایي رسنیو له خوا خپاره شوي انځورونه ښيي چې د اورګاډي مخکینۍ برخه سخته زیانمنه شوې ده.
دې ادارې وویل چې د سخت باران او توپان له امله يو دېوال پر مساپر وړونکي اورګاډي پرېوت.