ولسمشر ټرمپ وايي د فرانسې پر الکولي مشروباتو ۲۰۰ فیصده تعرفه لګوي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه فرانسوی سیال ولسمشر اېمانوېل مېکرون. (انځور: ارشیف)

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د فلوریډا ایالت په میامي کې خبریالانو ته ویلي چې د فرانسې پر الکولي مشروباتو ۲۰۰ فیصده تعرفه لګوي.

یو خبریال له ولسمشر ټرمپ څخه پوښتنه وکړه چې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مېکرون ویلي چې د غزې د سولې بورډ برخه نه جوړېدل غواړي نو ستاسو دریځ څه دی؟

ولسمشر ټرمپ په ځواب کې وویل، "که فرانسه داسې وکړي نو هغه به د فرانسې پر الکولي مشروباتو (واین او شامپاین) ۲۰۰ سلنه تعرفه ولګوي."

دا له هغه وروسته ده چې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مېکرون ته یوې نږدې سرچینې د جنورۍ پر ۱۹مه فرانسوۍ ورځپاڼې لې مونډې ( Le Monde ) ته ویلي ول چې فرانسه به د امریکا بلنې ته د مثبت ځواب ویلو اراده نه لري.

د فرانسې د ولسمشر اېمانوېل مېکرون د واک موده د ۲۰۲۷ز کال په مې کې پای ته رسېږي.

د سولې بورډ یوه نړېواله اداره ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د ۲۰۲۵ز کال په نومبر کې تایید شوې وه. د بورډ موخه د اسراییلو او حماس ترمینځ اوربند ته لاره هوارول او د غزې بیا رغول ښوول شوې وه.

د غزې د سولې بورډ بلنې د نړۍ د ګڼو هېوادونو مشرانو ته لېږل شوي دي چې پکې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین، د برتانیې وزیراعظم کېیر سټارمر او د هند لومړی وزیر نریندرا مودي هم شامل دي.