پکتیا کې زدکوونکو په مصنوعي زیرکتیا چلېدونکي شیان جوړ کړي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په پکتیا کې د یو ښوونځي زدکوونکو په مصنوعي زیرکتیا (ځیرکتیا هم لیکل کېږي) او نورې ټېکنالوژۍ چلېدونکي شیان جوړ کړي. زدکوونکو خپل جوړ کړي شیان د جنورۍ پر ۱۷مه له ۱۲م ټولګي څخه د شاګردانو فراغت غونډې پر مهال نندارې ته وړاندې کړل. په نندارتون کې د موبایل ټېلېفون له لارې د کور د برېښنا مدیریت، د بېلابېلو چارو لپاره جوړ شوي روباټونه، د خوب عینکې او برېښنايي جریده شامل ول. زدکوونکي وايي، که وسایل او امکانات ولري، په مصنوعي زیرکتیا سمبال نور شیان هم جوړولای شي. ویډيويي رپورټ.