د خيبر پښتونخوا په کواټ کې د پوليسو يو تاڼېدار نامعلومو وسلوالو په ډزو وژلی دی.
د ضلعې د پولیسو ویاند نعمان زېب مشال رېډیو ته په استولي بیان کې ويلي چې پېښه د جنورۍ پر ۱۸مه په نصرت خېلو کې کې شوې ده.
بیان زیاتوي چې وسلوالو د پولیسو تاڼېدار مصدق خان په نښه کړ او وتښتېدل.
د پوليسو ځايي مشر شهباز الهي د پېښې ځای ته ورغلی او ويلي يې دي چې د وسلوالو پرضد یې د لټون عمليات پېل کړي دي.
چا تر اوسه د دې برید ذمه واري نه ده منلې.