د افغانستان سوداګر د تجارتي اړیکو پراخولو په هدف بنګلا دېش ته تللي

د پاکستان او افغانستان ترمینځ د لارو تړل کېدو له وجې سوداګرو ته زښته مالي زیان رسېدلی. انځور له ارشېفه

د افغانستان شاوخوا ۵۰ سوداګر د جنورۍ پر ۱۸مه بنګله دېش ته تللي چې له هغه هېواد سره د سوداګریزو اړیکو او د سوداګرۍ کچې لوړولو په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د پلاوي مشري د وزارت مرستیال احمدالله زاهد کوي.

بیان زیاتوي چې د دې سفر هدف د سوداګرو لپاره د نویو بازارونو موندل، د کورنیو محصولاتو لپاره د صادراتي فرصتونو زیاتول او د سیمه ایزې اقتصادي همکارۍ پياوړتیا ده.

دا پلاوی همداراز هڅه کوي چې د سوداګرۍ لپاره نوې لارې ولټوي ځکه د افغانستان او پاکستان ترمينځ د لارو د تړل کېدو له کبله د دواړو غاړو سوداګرو ته په سلګونو میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.