هسپانیه کې اسونه د اور له لمبو څخه ولې تېرول کېږي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په هسپانیه کې هر کال د جنورۍ پر ۱۶مه یوه دودیزه مېله لمانځل کېږي، چې د سان بارتولومې ډي پیناریس نومې سیمه کې تر سره کېږي. په دې دوديزه مېله کې سږ کال له ۱۰۰ زیات کسان پر اسونو سپاره ول او د اور له لمبو څخه تېر شول. د سیمې اوسېدونکي عقیده لري چې له اوره په تېرېدو سره اسونه خوندي کېږي. دا تاريخي مېله تر هغه وروسته لمانځل کېږي چې پخوا د سیمې ټول اسونه په یوه وبا کې اغېزمن شوي ول. د رویټرز خبري اژانس له ویډیو جوړ راپور.