د بشري حقونو ډلې وايي په ایران کې امنیتي ځواکونو په داسې حال کې کنټرول ساتلی دی چې په زرګونه کسان وژل شوي دي.
په امریکا کې مېشت د بشري حقونو خپلواک سازمان هرانا وايي، "د دوی له کره معلوماتو سره سم" د جنورۍ تر ۱۵مې په ایران کې د وژلو شویو مظاهره چیانو شمېر ۲۶۷۷ ته رسېدلی وو. د دوی په وینا په دې تر څ کې تر ۱۹ زره زیات کسان بندي کړل شوي هم دي.
بل پلو په ایران کې د بشري حقونو څارونکې ناروې مېشتې سازمان ویلي چې د دوی له څېړنو سره سم تر اوسه ۳۴۲۸ احتجاج کوونکي وژل شوي دي.
د ایران حکومت تر اوسه د مظاهره کوونکو د مرګژوبلې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ایران واکمنو ته د مظاهره چیانو پر ځپلو د سختو نتیجو خبرداری ورکړی وو خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یې په ځواب کې ویلي ول چې هېواد یې له امريکا سره "خبرو اترو او جګړې دواړو ته چمتو" دی.
په ایران کې خلکو د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ پر ضد مظاهرې پیل کړې چې ژر په حکومت ضد لاریونونو بدلې شوې.