د ایران اوسنۍ مظاهرې له پخوانیو هغو څومره مختلفې دي؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په داسې حال کې چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کره سرچینو په حواله ویلي دي چې تهران د مظاهرچیانو وژل درولي او اعدامونه هم بندوي، راپورونه وايي په ایران کې د احتجاجونو شدت نسبتاً کم شوی دی. په ایران کې خلکو د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ پر ضد مظاهرې پیل کړې چې ژر په حکومت ضد لاریونونو بدلې شوې. په وروستیو کې په ایران کې ګراني په بېساري ډول زیاته شوې او د نړیوالو اسعارو پر وړاندې د ایراني تومان ارزښت خورا ټیټ شوی دی. د بشري حقونو د څار یوې خپلواکې امریکا مېشتې ادارې د جنورۍ پر ۱۴مه د کره او تایید شویو معلوماتو پر اساس ویلي چې په ایران کې په روانو مظاهرو کې ۲،۴۰۳ تنه وژل شوي او تر ۱۸،۰۰۰ زیات نیول شوي دي. خو هغه او یوشمېر نورې ادارې وايي، ښايي د وژل شویو شمېر تر دې هم زیات وي. مشال راډیو په خپلواکه توګه د هغو ادارو او سرچینو ارقام نه شي تاییدولای. موږ د جنورۍ پر ۱۴مه پر روان وضعیت او د ایران د راتلونکې په اړه په تهران کې د پاکستان له پخواني سفیر اصف خان دراني سره ویډیويي مرکه کړې ده.