پاکستان او امريکا په ګجرات کې پوځي تمرينونه پيل کړي دي

د پاکستان او امریکې ځواکونه د پنجاب په پبي کې ګډ پوځي تمرینونه کوي - د جنورۍ نهمې انځور

د پاکستان او امریکا پوځيانو د جنورۍ پر نهمه د پنجاب صوبې د ګجرات ضلعې په پبي سيمه کې ګډ پوځي تمرينونه پيل کړي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د ترهګرۍ ضد ملي مرکز کې به دا ګډ پوځي تمرينونه دوې اونۍ روان وي.

بيان زياتوي چې د دې پوځي تمرينونو هدف د ترهګرۍ پر ضد د دواړو هېوادونو د ځواکونو د تجربو او مهارتونو شریکول، او د دواړو خواوو د ترهګرۍ ضد ځواکونو وړتيا لوړول دی.

تر دې وړاندې هم د پاکستان امريکا پوځيانو ګډ پوځي تمرينونه کړي دي. په هغو کې په عرب سمندرګي کې د دواړو هېوادونو د سمندري ځواکونو تمرينونه هم شامل دي.

پاکستان د ترهګرۍ ضد ملي مرکز کې د روسيې له پوځيانو سره هم څو ځلې ګډ پوځي تمرينونه کړي دي.