يو خصوصي شرکت پکتيکا کې د ۲۰۰۰ کيلو واټه بجلي ورکولو شبکه جوړه کړې

په ښرنه کې د سولر بجلۍ سيسټم

يو خصوصي شرکت د افغانستان د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د لمریزې برېښنا يوه شبکه جوړه کړې چې ۲۰۰۰ کيلوواټه بجلي جوړوي.

د اباسین بهار په نامه د هغه شرکت مشر، دوست محمد ځونډي د جنورۍ پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې د دې کار لپاره یې د ۹۵ ميليونه افغانیوو په لګښت ۴۰۰۰ تختې لګولي چې د ښرنې او خوااوشا سیمو ته بجلي ورکوي.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ادارې پر خپله ويبپاڼه ليکلي چې د اټکل له مخې د ۲۰۲۵ کال تر سپتمبره پورې د ښرنې ابادي، ۷۱۰۰۰ خلک وو. د اباسین بهار شرکت د نرخنامې ترمخه، د کورونو لپاره يو کيلو واټ بجلي ۲۸ افغانۍ او د صنعتي فابريکو لپاره ۷ افغانۍ ده.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا په پکتيکا کې د حرارتي برېښنا قيمت يو کيلو واټ ۴۵ افغانۍ وو.