نادرا: د ګوتو د نښو سربېره به اوس سترګې او مخ هم د شناخت لپاره کارېدلی شي

د نادرا په يو دفتر کې د يو تن شناخت کېږي - انځور له ارشيفه

د پاکستان وفاقي حکومت د دې هېواد د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په قوانينو کې بدلون کړی دی.

نادرا د دیسمبر په ۳۱مه پر خپل ويب پاڼه ليکلي چې د بایومیټریک تعریف یې پراخ کړی چې له مخې يې د ګوتو د نښو سربیره، د مخ او سترګو سکین کول هم په قانوني توګه د منلو وړ بایومیټریک شناخت په توګه پیژندل شوي دي. د نادرا په وینا، دا سیسټم اوس مهال د دوی په رجسټریشن مرکزونو کې شتون لري.

د نادرا په وينا دا سیسټم به د جنورۍ له شلمې به عملي شي. د دې پروسې لاندې، که چیرې د يو تن په خدماتو ورکوونکې اداره کې د ګوتو نښې له لارې بایومیټریک تصدیق ونشي نو هغه کولی شي د نادرا د راجسټریشن نیږدې مرکز ته لاړ شي او یو نوی عکس واخلي.

که دا عکس يا تصویر د نادرا په ریکارډ کې له موجود تصوير سره سمون ولري نو بيا به ورته نادرا يو سرټيفيکېټ ورکوي چې پکې به د ده موجوده او پخواني عکسونه، شناختي کارډ نمبر، د پلار نوم، کيو ار کوډ او نور ډېر معلومات شامل وي. دا سرټيفيکټ به د اوو ورځو لپاره د استعمال وړ وي.

نادرا وايي د دې بهیر فیس به ۲۰ روپۍ وي.

د يادونې ده چې نادرا د ۲۰۲۴ کال په دیسمبر کې د پاکستان د هر هغه وګړي لپاره عمر یې ۱۸ کلونه وي، شناختي کارډ جوړول ورته لازمي دي.

نادرا په دې اړه په بیان کې په میندو او پلرونو غږ کړی وو چې د خپلو اولادونو لپاره لازم شناختي کارډونه جوړ کړي. په پیغام کې ویل شوي چې د لومړي ځل لپاره د شناختي کارډ لپاره د "فارم ب" وړاندې کول لازمي دي او که هغه موجود نه وي نو د یونین کونسل څخه جاري شوی د زیږون سند یا پیدایشي سرټیفیکیټ دې وروړل شي.

په بیان کې خبرداری ورکړل شوی چې د دې کار د نه عملي کولو په صورت کې جرمانه لګېدای شي او قانوني کارروايي هم ترسره کېدای شي.