په ۲۰۲۵ کې تر ټولو ډېره ناامني په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې وه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې يوې غیر دولتي ادارې، د شخړو او امنیت څېړنیز مرکز وايي، په ۲۰۲۵م کال کې په دې ملک کې د وسلوالو په بریدونه کې ۱۷ فیصده زیاتوالی راغلی دی. هغه مرکز په خپل تازه راپور کې ويلي چې په تېرو دولسو میاشتو کې له ۳۰۰۰ زيات کسان وژل شوي دي. په دوی کې پوځيان، وسله وال او ولسي وګړي شامل دي چې په بېلابېلو حملو، عملياتو، هدفي وژنو او ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي دي. په دې اړه د عظمت علي شاه ويډيو راپور وګورئ