د ایران - ترکیې په سرحد کې د نوښار د ۲ وګړو مړي موندل شوي

د ایران او ترکیې ترمنځ سرحدي دیوال

په ایران کې د پاکستان سفیر وايي د نوښار د هغو دوو وګړيو مړي یې خیبرپښتونخوا ته لېږدولي چې ترکیې ته د اوښتو په وخت مړه شوي.

پاکستاني سفیر محمد مدثر ټيپو د دیسمبر پر ۳۰مه، پر اېکس ليکلي چې هغه کسان د سخت موسم له امله پر لاره مړه شوي دي. د هغوی نومونه ارمان الله د ګل رحمان زوی او احتشام د مختار ګل زوی ښودل شوي دي.

ټيپو زیاته کړې چې هغه کسان د انساني قاچاقبرانو ښکار شوي. سفیر پر پاکستانيانو غږ کړی چې د قاچاقي لارو پر ځای دې نورو هېوادونو ته د تګ لپاره قانوني لارې وکاروي.

اکثره پاکستاني پناه غوښتونکي پاکستاني وګړي د ايران له لارې ترکیې او بیا د اروپايي ټولنې بېلابېلو هېوادونو ته ځي. خو دا لاره له خطرونو ډګه وي. پر دې سربیره پر نورو لارو هم وخت په وخت د پناه غوښتونکو پاکستانيانو د مړينې خبرونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اپريل په میاشت کې په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې په لیبیا کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله د څلورو پاکستانیانو په ګډون لږترلږه ۱۱ کسان وژل شوي دي. تر دې وړاندې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د فرورۍ پر ۱۱مه ويلي ول چې په لیبیا کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله ۱۶ پاکستانیان وژل شوي او ۱۰ ورک دي. تر هغه وړاندې، د مراکش له بندري ښار سره نېږدې د سپېن پر لوري د روانې یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د ۴۴ پاکستانيانو په ګډون ۵۰ کسان وژل شوي وو.

په هغو وژل شویو کې د خیبر ضلعې دوه ځوانان هم شامل ول. ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې ويلي وو چې د هغه کال له پیل راهیسې نېږدې ۱۴۰۰ کډوال د مدیتراني سمندرګي له لارې اروپا ته د رسېدو په هڅه کې مړه شوي دي.