پولیس وايي، په سوات کې یو عسکر او پېښور کې ۵ مجرمان وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د ناامنیو پېښې خورا زیاتې شوې دي. (انځور: ارشیف)

د خیبرپښتونخوا په سوات کې وسلوالو يو پولیس په نښه کړی او په پېښور کې پولیسو په بېلابېلو جرمونو تورن ۵ کسان وژلي دي.

د سوات پوليسو ویاند ناصر اقبال کريمي د ډېسېمبر پر ۲۹مه، مشال راډيو ته وويل چې د تېمرګرې د ځانګړي پولیس ځواک يو سرتېري، حماد علي کور ته په رخصت تللی وو چې هلته وژل شوی دی.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د هغه برید ذمه واري نه ده منلې.

بلخوا د پېښور پولیسو دعوه کړې چې په داودزو کې یې هغه ۵ تورن کسان وژلي دي چې د دوی په وینا، پولیسو ته په بېلابېلو جرمونو کې مطلوب وو.

د پيښور پوليسو لخوا د ډېسېمبر پر ۲۸مه، خپاره شوي بیان کې راغلي چې له ډېر وخت راهیستې د هغو کسانو لټون کاوه.

د دوی په وینا، په پيښور، مردان ، نوښار، چارسده او نورو ضلعو کې د ۳۰ مړو پر کولو سربيره په یو شمېر نورو جرمونو کې پوليسو ته مطلوب وو.

پولیس زیاتوي چې په دې کې د پوليسو او نورو عامو وګړو هدفي وژونې، بهته خورۍ او له خلکو د جايدادونو او ځمکو په زوره اخيستل شامل وو.

د وژل شویو کسانو د کورنیو له خوا تر اوسه په دې اړه څه غبرګون مخې ته نه دی راغلی چې هغوي رښتیا هم په دې جرمونو کې ککړ وو او که نه.