ولسمشر ټرمپ وایي، د اوکراین د سولې خبرې "پر ښه لوري" روانې دي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ډېسېمبر پر ۲۸مه په فلوریډا کې له اوکرایني سیال وولودیمیر زیلېنسکي سره د روغبړ پرمهال.

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ډسېمبر پر ۲۸مه د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زېلنسکي سره تر ملاقات وروسته وویل، د جګړې د پای ته رسېدو هوکړې ته ډېر نيږدې شوي دي.

دواړو ولسمشرانو د امریکا په فلورېډا کې تر دغو لیدو کتو وروسته یوې ګډې خبري ناستې ته وویل چې یوشمېر لانجمنې مسلې لا هم ناحله پاته دي.

د دوی په وینا، په هغو مسلو کې یوه هم د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمې برخلیک دی چې د امریکا د وړاندیز شوي پلان له مخې، اوکراین یې باید روس ته وسپاري.

ولسمشر ټرمپ او د هغه اوکرایني سیال زېلنسکي دواړو وویل چې دا یوه سخته مسله ده، خو ټرمپ زیاته کړه چې د دې موضوع حل ته پر نیږدې کېدو دي.

له ولسمشر زېلنسکي سره تر ملاقات له مخه، ولسمشر ټرمپ له خپل روسي سیال ولاديمیېر پوتین سره پر ټيليفون خبرې وکړې او خبريالانو ته یې وویل چې دوستانه او ګټورې وې.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين يرغل پيل کړ. له هغه وروسته یې د اوکراين ګڼې سیمې لاندې کړې دي.