زرداري: بې نظير بوټو تل یادونه کړې وه چې جمهوريت غوره غچ دی

بې نظیر بوټو د اصف علي زرداري مېرمن او دوه ځله د پاکستان وزیراعظمه پاته شوې وه.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د خپلې مېرمنې او پخوانۍ وزيراعظمې بې نظیر بوټو د ۱۸م تلين پر مهال د سیاسي یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ.

ولسمشر زرداري د ډېسېمبر پر ۲۷مه د خپل ګوند پاکستان پيپلز پارټۍ پر ويب پاڼه په دې مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې "بینظیر بوټو هیڅکله پر غچ اخیستنې باور نه درلودو."

هغه وویل، "هغې (بې نظير بوټو) تل موږ ته یادونه کړې چې جمهوريت غوره غچ دی. د هغې پیغام له موږ څخه غوښتنه کوي چې سیاسي اختلافات حل کړو، جمهوري بنسټونه پیاوړي کړو او د خپل هیواد د پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړو."

بې نظير بوټو چې دوه ځله د پاکستان وزيراعظمه پاتې شوې، د ۲۰۰۷م کال د ډېسېمبر پر ۲۷مه د پنجاب په راولپنډۍ کې تر یو ولسي غونډې وروسته په يوه ځانمرګي برید او ډزو کې ووژل شوه.

په هغه وخت کې د پاکستان ولسمشر جنرال پروېز مشرف د هغې د وژل کېدو پړه د بيت الله مسعود پر وسلوالو ورواچوله.