سعودي عرب په یمن کې بېلون پالو ته خبرداری ورکړی دی چې نیولې سیمې پرېږدي

په یمن کې د حکومت پلوه ملېشې یو عسکر د څار پرمهال. (انځور: ارشیف)

سعودي عرب د ډېسېمبر پر ۲۷مه په ګاونډي هيواد یمن کې بېلتون غوښتونکو ته خبرداری ورکړی چې خپل ځواکونه پر شا کړي او په دې وروستیو کې د نیول شویو سیمو واک دوی ته وسپاري.

فرانس پريس خبري اژانس ليکي چې د سعودی عرب د دفاع وزیر خالد بن سلمان پر ټولنیزو رسنیو په خپره کړې یو اعلامیه کې ویلي چې د سویلي انتقالي شورا ځواکونه باید "په سوله ییز ډول" دوه ولایتونه حکومت ته وسپاري.

دا خبرداری یوه ورځ له هغه وروسته ورکړل شوی چې سعودي عرب په حضرموت ولایت کې د متحده عربي اماراتو ملاتړي ایس ټي سي لخوا نیول شوي پوستو باندې هوایي بریدونه وکړل.