پوځ ډېره اسماعیل خان کې د مهم قومندان په ګډون د ۲ مشکوکو وسلوالو وژلو ادعا کړې

د پاکستان پوځ سرتېري په ډېره اسماعیل خان کې د ګزمې پر مهال.

د پاکستان امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د یو مهم قومندان په ګډون د دوو مشکوکو وسلوالو وژلو ادعا کړي ده.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر ۲۵مه په بيان کې ويلي چې "امنیتي ځواکونو دا عملیات د فتنه الخوارج وسلوالو د موجودګۍ په اړه د معلومات پر اساس ترسره کړل."

بیان زیاتوي چې په عملیاتو کې یې د وسلوالو پټنځای له منځه وړی او د دلاور په نامه د یو مهم قومندان په ګډون یې دوه وسلوال وژلي دي.

د پاکستان پوځ او حکومت د "فتنه الخوارج" اصطلاح د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او حافظ ګل بهادر په ګډون د حکومت پر وړاندې د جنګېدونکو ډلو لپاره کاروي کاروي.

کومې وسلوالې ډلې لا د قومندان د وژنې دعوې په اړه څه نه دي ویلي او مشال راډیو یې هم په خپلواکه توګه پخلی نه شي کولای.

پوځ په بيان کې دا هم ويلي چې وژل شوی قومندان دلاور د ګڼو ترهګرو فعالیتونو له امله قانون پلي کوونکو ادارو ته مطلوب وو او حکومت د هغه په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره څلور مېلیونه روپۍ انعام هم ټاکلی وو.

ډېره اسماعیل خان د خیبر پښتونخوا یو له هغو سیمو ده چې د وسلوالو فعالیتونه پکې زیات لیدل کېږي او وخت نا وخته پر امنیتي ځواکونو بریدونه هم کوي.