د مردان د افغان کډوالو یو کیمپ کې یوازې ۲ کورنۍ پاتې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د بې اسناده او اسناد لرونکو افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی، د مردان په یو پنډغالی (کیمپ) کې له ۵۰۰ څخه اوس یوازې دوه کورنۍ پاتې دي، نورې ټولې افغانستان ته تللې دي. داراز، له مرکزي جلاله کیمپه هم تر نیمايي زیاتې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه ویلي ول چې د کډوالو پاتې ټول کیمپونه تړي، خو زیاته کړې یې وه چې د خیبر پښتونخوا حکومت ورسره په دې برخه کې همکاري نه کوي. د خیبر پښتونخوا حکومت په تېرو وختونو کې د افغانانو د جبري اخراج مخالفت کړی وو خو په وروستیو کې په پېښور کې د افغان کډوالو شورا وویل چې انتظامي چارواکي او پولیس د افغانانو ابادیو ته ورځي او ورته ژر تر ژره د هېواد پرېښودو سپارښتنه کوي. خو د صوبايي حکومت ویاند شفیع جان د ډېسېمبر پر ۲۳مه رسنیو ته وویل، که افغانان هېواد ته ستنېدل غواړي نو په "عزت او احترام" به یې ولېږدوي. ویډيويي رپورټ.