د طالبانو حکومت د ډېسېمبر پر ۲۲مه ۳۶۰ کډوالې کورنۍ له پاکستانه ستنې شوې دي

دا عکس د هغو افغان کډوالو دی چې تازه له ایرانه ستانه شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د دیسمبر پر ۲۲مه، له پاکستانه د افغانانو ۳۶۰ کډوالې کورنۍ او له ایرانه ۵۰ کورنۍ خپل هېواد ته ستنې شوې دي.

هغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې په دوی کې د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۶، د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۳۴، د سپين بولدک له لارې ۸۴، د تورخم له لارې ۲۲۹ او د هلمند د بهرامچې له لارې ۵۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران او پاکستان هلته د مېشتو افغان کډوالو اېستلو ته دوام ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ويلي چې د نومبر تر مياشتې لږ تر لږه ۲.۵ مېلیونه افغانان افغانستان ته ستانه شوي چې اکثريت يې په زور له ايران او پاکستانه ایستل شوي دي.