د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې خیبر په باړه کې د ملېشه ځواک پر یوې قافلې په بمي چاودنه کې څلور امنیتي عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
د ملېشه ځواک یوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د ډېسېمبر پر ۲۰مه ماسپښین مهال د باړې په بر قمبرخېلو کې له کړپه پوستې سره نږدې شوې ده.
نوموړي وویل چې د ملېشه ځواک پر یوه قافله د ریموټ کنټرول په په وسیله برید شوی دی. د دوی په وینا، دې قافلې امنیتي پوستو ته خوراکي توکي رسول.
چا تر اوسه د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.
دا هم وګورئ:
د تیرا مشران وايي د عملیاتو لپاره په مشروط ډول د کلیو خالي کولو ته تیار ديد خیبر ولسي او سیاسي مشران وايي هلته حکومتي عملداري کمزورې شوې او وسلوال له خلکو عشر ټولويدا چاودنه په داسې حال کې شوې ده چې د پاکستان پوځ غواړي د خیبر په تیرا دره کې د وسلوالو پرضد عملیات پراخ کړي او د هغې سیمې مشران په مشروط ډول ورسره د سیمې پر خالي کولو سلا شوي هم دي.
د تیرا قبایلي مشران وايي، پوځ باور ورکړی دی چې سیمه به په یوه کال کې دننه له وسلوالو پاکوي او بې کوره شوي خلک به بیرته خپلو سیمو ته ستنوي.