پر ارمي پبلک سکول د برید ۱۱ کاله پوره شول، خلک څه وايي؟ حکومت څه کوي؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
نن (د ډېسېمبر پر۱۶مه) د پېښور پر ارمي پبلک سکول د برید ۱۱ کاله پوره شول. په ۲۰۱۴ز کال کې په هغه برید کې له ۱۴۰ زیات کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې زده کوونکي ول. د برید ذمه واري ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې وه.
د ډېسېمبر پر ۱۵مه هغو کورنیو په پېښور کې مظاهره وکړه چې ماشومان یې پر سکول برید کې وژل شوي ول. لاریون د پېښور له ډیفېنس کالونۍ شروع او د ارمي پبلک سکول مخې ته پای ته ورسېد. مظاهره کوونکیو له حکومته غوښتنه کوله چې د وژلو شویو ماشومانو قاتلان دې ونیول شي او حساب دې ورسره وشي.
پر ارمي پبلک سکول په ۲۰۱۴ز کال کې د وسلوالو له برید وروسته، د پاکستان حکومت د پلټنو لپاره یو کمېشن جوړ کړ چې په خپل راپور کې یې وویل چې امنیتي ادارې د امنیت په ساتلو کې د پاتې راتګ له وجې شوی وو. حکومت او پوځ په وار وار ویلي چې د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې یې پر هغه سکول د حملې منصوبه جوړوونکي وژلي دي، خو د وژل شویو زده کوونکو میندې او پلرونه وایي چې لا هم د انصاف په تمه دي.
د مشال راډیو خبریاله راپور لري.