اسلام اباد: د لوګجنې لړې مخنیوي په موخه پوستې جوړې شوې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

حکومت په اسلام اباد کې د لړې د مخنیوي په موخه ښار ته په داخلېدونکو لارو پوستې جوړې کړې دي. په دغو پوستو کې ګاډي درول کېږي او که ثابته شي چې زیات لوګی وباسي نو چلوونکی یې جریمه کېږي او په ځینو صورتونو کې ترې ګاډي هم درول کېږي. چارواکي وايي دا کار ځکه کوي چې په اسلام اباد کې د هوا د ککړتیا مخه ونیول شي او دا خبره باوري کړل شي چې ګاډي د قانون مراعتولو نه پس ښار ته پرېښودل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لاهور او کراچۍ ښارونه وار له مخه ککړ پېژندل شوي دي او هلته لوګجنې لړې زیات شمېر خلک وخت په وخت ناروغه کړي هم دي. د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ راپور وګورئ