سمیرا شمس وايي، د مېرمنو پرمختګ لپاره د سړو ډاډګیرنه ډېره ضروري ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ډاکټره سمیرا شمس د خیبر پښتونخوا د مېرمنو د وضعیت د څېړلو د کمیسون مشره ده. نوموړې د ډېسېمبر پر شپږمه مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، د خیبر پښتونخوا مېرمنې په کور دننه او له کوره بهر ډېرې ستونزې لري خو د هغوی کمېشن یې د هوارۍ پوره پوره هڅه کوي. نوموړې د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تړاو لري او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړې هم پاتې شوې ده. د مشال راډیو خبریالې ورسره مرکه کړې ده.