پوتین وايي روسیه بې له خنډه هند ته تېل ورکولو ته تیاره ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ډېسېمبر پر څلورمه په دوه ورځني سفر هند ته لاړ.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان کړی چې هیواد یې هند ته بې له خنډه تېل ورکولو ته چمتو دی.

ولسمشر پوتین دا څرګندونې د نومبر پر پینځمه هند ته د خپل دوه ورځني سفر په پای کې خپل هېواد ته له ستنېدو وړاندې کړې دي.

د بي بي سي د یو خبر تر مخه ولسمشر پوتین په نوي دلي کې د هند له وزیراعظم نریندرا مودي سره په ګډه غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، ولې هند له مسکو تیل نشي اخیستلای او ورته سزا ورکول کېږي چې امریکا په خپله له مسکو اټومي سونګ مواد اخلي؟

نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړې چې هند له امریکا سره پر یو تړون خبرې کوي چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا پر هندي مصنوعاتو تعرفې کمې کړل شي. امریکا د هند پر ډېرو مصنوعاتو پنځوس فیصده تعرفې لګولې دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د روسیې ولسمشر د هند په ۲ ورځني سفر دی

هند د امریکا لخوا له فشار سره مخامخ دی چې له روسیې تیل اخیستل بند کړي. د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اکتوبر پر ۱۵مه په سپینه ماڼۍ کې ویلي وو چې د هند وزیراعظم نریندرا مودي باور ورکړی دی چې له روسیې څخه به نور تیل نه اخلي.

امریکا دریځ لري چې د هند لخوا له روسیې تیل اخیستل د اوکراین خلاف په جګړه کې د مسکو مرسته کوي. خو هند دا تور ردوي.

هند ته د ولسمشر پوتین سفر په داسې حال کې شوی چې امریکا د روسیې او اوکراین تر مینځ روانې جګړې پاې ته رسولو په موخه له دواړو غاړو سره خبرې اترې کوي.

ولسمشر ولادیمیر پوتین د ډېسېمبر پر څلورمه انډیا ټوډې نومي هندۍ ورځپاڼې ته ویلي وو چې روسیه د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر "سوله ییز حل" کار کوي. خو نوموړي خبرداری ورکړ چې اوکراین باید له دونباس سیمې څخه ووځي ګیني روسیه به یې په زور ونیسي.د دونباس سیمه د دونیڅک او لوهانسک له دوو ولایتونو جوړه ده.