څېړنیزې ادارې وايي روان کال پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوې دي

په کوټه کې د پولیسو پر ګاډي برید - انځور مارچ ۲۰۲۵

په اسلام اباد کې د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز (سېنټر فار ریسرچ اینډ سېکیوریټي سټډیز یا سي ار اېس اېس) وايي د ۲۰۲۵ز کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې د تېرو کلونو پرتله ۲۵ سلنه زیاتې شوې دي.

یادې ادارې د ډېسېمبر پر درېیمه په خپور کړي راپور کې ویلي دي چې په پاکستان کې له جنورۍ د نومبر تر اخره د ترهګرۍ پېښو کې ۳۱۸۷ کسان وژل شوي او نږدې ۲،۰۰۰ کسان نور ژوبل شوي دي. یاده اداره وايي، په ۲۰۲۴ز کال کې د تلفاتو شمېر تر دې کم وو. دوی وايي، تېر کال په دغه هېواد کې ۲۵۴۶ کسان وژل شوي ول.

په راپور کې راغلې دي چې روان کال په پاکستان کې د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې په خیبر پښتونخوا کې مخې ته راغلې دي. سي ار اېس اېس لیکلي دي چې روان کال په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ ۱۱۸۸ پېښې شوې دي چې ۶۲ سلنه یې په خیبر پښتونخوا کې شوې دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پېښور کې د اېف سي پر مرکز برید کې ۳ سرتېري وژل شوي دي

د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز سي ار اېس اېس لیکي چې په پاکستان کې د نورو صوبو پرتله په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ ډېرې پېښې مخې ته راځي او د یوې اندازې له مخې په ملک کې د ترهګرۍ د ټولو پېښو ۹۲ سلنه یې په دغو دواړو صوبو کې مخې ته راځي او همدا رنګه په ټول ملک کې چې څومره تلفات مخې ته راځي په هغو کې ۹۶ سلنه د بلوچستان او د خیبر پښتونخوا وي.

په عین حال کې د پاکستان یوې بلې څېړنیزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ اف کنفلېکټ اینډ سیکورېټي سټډیز هم د ډېسېمبر په دویمه په یو راپور کې لیکلي دي چې روان کال په نومبر میاشت کې په پاکستان کې د وسلوالو په بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته د مرګژوبلې د اوښتو کچه ۶۵ سلنه راټیټه شوې ده خو ولسي کسانو ته د تلفاتو د اوښتو کچه ۸۰ سلنه زیاته شوې ده.

په خیبر پښتونخوا کې تحریک طالبان پاکستان او ورسره تړلې نورې وسلوالې ډلې او په بلوچستان کې بیا بلوڅ وسلوالې ډلې وخت په وخت د پاکستان د حکومت پر ضد بریدونه کوي. د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي وخت په وخت ادعا کوي چې د ترهګرۍ خلاف یې کوټلي عملیات پیل کړې دي. په ورته مهال په دواړو صوبو کې ولسي خلکو د بدامنۍ خلاف لاریونونه او پرلتونه هم ترسره کړې دی.